د سپريم كورټ بار مشر اعتزاز حسن وئيلي دي چې په ډېر نږدې وخت كښې به دعدليې دخپلواكۍ لمر راوخېږي افتخار محمد چودري اوس هم په قانوني توګه د پاكستان دسترې محكمې رئيس دى دلاهور وكيلانو ته د وينا په ترڅ كښې اعتزاز حسن زياته كړه چى په 9 مارچ بيل شوى كاروان لاتر اوسه خپل منزل ته ندى رسيدلۍ د عدليې ترخپلواكۍ او د ګوښه كړل شوو قاضيانو تر بحالۍ پورې به غورځنګ ته دوام وركړل شي اعتزاز حسن زياته كړه چې حكومت دي د دغه سوال ځواب ووائى چى دبې نظير بوټو او نورو شهيدانو پوسټ مارټم ولې ونه كړی شو او د ملګرو ملتونو پرپلټنو څه اعتراض لري دبې نظير بوټو په قتل كښې ښكېل كسانو با ندې ولې پرده اچول كېږي.