کور / تازه خبرونه / اېران: په عراق او افغانستان کي د ناټو د حضور څېړنه غواړي

اېران: په عراق او افغانستان کي د ناټو د حضور څېړنه غواړي

د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر ملګرو ملتونو باندي ږغ کړئ چي په افغانستان او عراق کي د امريکايي او ناټو ځواکونو پر حضور باندي څېړنه وکړي.
محمود احمدي نژاد وايي ملګري ملتونه دي د يوې بې طرفه مرجع په توګه په افغانستان او عراق کي د بهرنيو پوځيانو د حضور او اهدافو په هکله څېړنه وکړي.
د رويټرز آژانس وايي محمود احمدي نژاد د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته يو ليک لېږلئ او په دې هکله يې څېړنه ځني غوښتې ده.
نژاد ويلي د ناټو او امريکايي پوځيانو له خوا په افغانستان او عراق کي په لکونو کسان مړه او په ميليونونو له خپلو سيمو څخه بېځايه سول.