کور / تازه خبرونه / نيويارک ټايمز: د تارياکو ٧٥ فيصده ګټه افغان چارواکو ته ځي

نيويارک ټايمز: د تارياکو ٧٥ فيصده ګټه افغان چارواکو ته ځي

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي نن په خپل يوه څېړنيز مطلب کي ليکلي چي د افغانستان د تارياکو څلور فيصده ګټه طالبانو، ٢١ کروندګرو او ٧٥ % فيصده د افغان چارواکو جېبونو ته لوېږي.
په ورځپاڼه کي د کوم افغان چارواکي نوم نه دئ اخيستل سوئ، خو څو ځله داسي راپورونه خپاره سوي چي له ځايي قومندانانو، ولسوالانو او واليانو څخه نيولې د وزيرانو تر کچي پوري افغان چارواکي د تارياکو او هيروئينو په کاروبار کي لاس لري.