لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۱۰/۴/۱۱
ژباړن : نثار احمد صمد
کرزی چی د طالبانو سره د پخلاینی له کبله د امریکا د حکومت د کلک مخالفت وړ ګرځېدلی ، په ښکاره یې خپل ساتندویان راوپارول
هنری کیسنجر یو وخت ویلی وو چی د امریکا تر دښمن کېدو ، د هغه دوست کېدل ډیر خطرناک دی . د دې خبري وروستۍ ادعا هماغه په افغانستان کی د امریکا لخوا نصب سوﺉ افغان ولسمشر حامد کرزﺉ دی چی په واشنګټن کی یې د خپلو اصلی ساتندویانو غضب راپارولی دی .
د اوباما حکومت چی د طالبانو په ماتولو کی ناکامه سوی ، بس بی صلاحیته کرزی ، یعنی د « سی آی اې » دغه پخوانۍ سرمایه ترټي . واشنګټن د تیر کال په انتخاباتو کی هم د ساخته کاریو له امله کرزﺉ متهم کړی و . هغه جعل کاري ځکه صحیح وه چی پخپله امریکا د نوموړو انتخاباتو څخه ټول هغه ګوندونه محروم کړي وو چی د لویدیځ نیونی سره یې مخالفت کاوه .
واشنګټن چی په ټوله اسلامی نړۍ کی د دیکتاتورانو او ساختګی انتخاباتو ملاتړ کوی ، خو کرزﺉ یې بیا په سپین سترګۍ سره د فساد او جعلی انتخاباتو په خاطر وغندﺉ . دا هر څه په داسی حال کی دي چی د پاکستان د پوځ بشپړ اختیار اوس پنتاګون په لاس کی اخیستی دی .
د اوباما حکومت په ښکاره وایی چی غواړي د کرزي پر ځای بل څوک کښېنوی . موږ او تاسو ټوله دا اورو چی واشنګټن فریادونه کوی چی « بد ګوډاګی ! بد ګوډاګی ! »
خو کرزﺉ هم بیرته وار پر کوي او امریکا په تیرو انتخاباتو کی په ساخته کاریو سره ترټی . ده څو څو واره غوښتي چی امریکایی پوځ دې د ګڼ شمیر ملکی افغانانو وژل پای ته ورسوی . خو وروستی فایر ( ډز ) یې هماغه د یو بم ور غورځول دی : هغه دا چی په غوڅه یې اعلان وکړ چی افغانستان د امریکا لخوا اشغال سوی دی ، البته د ناموجوده القاعده او یا هم طالبانو په خاطر نه ، بلکی د کسپین د انرژۍ څخه د خورا ډکی حوزې د تسلط په خاطر یې نیولی دی . کرزي وویل چی طالبان « د لویدیځ اشغال سره مقاومت کوی » . امریکا به ژر په افغانستان کی یو لک ( سل زره ) پوځیان ولری او څلوېښت زره سپاره پوځیان به هم د ناټو وی .
دا لا څه ، کرزي دا ټوکه هم وکړه چی ښایی د طالبانو سره یو ځای سی . واشنګټن هم سکته وکړه یعنی زړه یې له مځکی ووهل سو . د کرزي پر ضد یې یو ناولی پروپاګنډ راخوشی کړ . نیویارک ټایمز ، یعنی د اوباما د حکومت ویاند او د افغان جنګ خورا توند ملاتړې د کرزي نسکورول او د هغه پر ځای د کوم شکایتی جنرال کښېنول وغوښتل .
یو په خپل سر راپورته کړای سوي امریکایی « پیټر ګالبریټ » چی په کابل کی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کی له دندی شړل سوﺉ ، هماغه زړه بابولاله پسی رااخیستې وه چی خپرونو ته به یې ویل چی کرزﺉ ښایی د مخدره موادو عملی او هم دماغی مریض وی .
هو ، دغه د ملنډو وړ حتی کرغېړن حالت د افغانانو او واشنګټن تر منځ یو لوی درز رامنځته کړ . افغانان ، چی ۳۱ کاله یې جګړې زغملي ، تقریبأ درې ملیونه انسانان یې وژل سوي ، په ملیونونو یې هم کډوال او یا د ځپونکی فقر په غیږ ورغلي دي ، نن د سولی لپاره لت پر لت اوړي .
د تیرو دوو کالو راهیسی کرزي او د ده جنګسالارانو په سعودی عربستان کی د طالبانو سره د سولی خبري اتري جاری ساتلي دي . کرزﺉ ښه پوهیږی چی د افغان شخړی پای ته رسول په دې کی دی چی د هېواد اکثریت ټبر یعنی پښتانه او د هغوی جنګیالۍ وسله یعنی طالبان باید آزاد کړای سی . د طالبانو سره سیاسی پخلاتوب یوازینۍ ـ او چاره ناپذیره ـ حل لاره ده .
خو د اوباما حکومت ، چی په واشنګټن کی د نوو محافظه کارانو او نورو سخت دریځو لخوا غلطی مشورې ورکول کیږی ، دې ته اړم دی چی یا ، په افغانستان کی باید « ګټل » په پوځی سوبه سره وی ( مطلب که یې هر څه هم وی ) تر څو د یو ستر طاقت حیثیت وساتل سی او یو داسی توافق رامنځته سی چی په نتیجه کی یې امریکا پر ستراتیژیکی افغانستان باندی مسلط کاندی .
له همدې کبله امریکا د کرزي د سولی خبري اتري د پاکستان پواسطه خنثی کړې یعنی دا چی هغه هېواد ته یې اووه بلیونه نغد ډالرونه ورکړل تر څو د طالبانو هغه مشران ونیسی چی په پاکستان کی اوسیږی او د کابل سره یې د سولی خبري اتري کولې .
هو ، نور نو د کرزي وار و چی باید عصبانی سوی وای . ده هم په څرګنده خپل امریکایی ساتونکي مبارزې ته ولمسول او یو مستقلانه دریځ یې غوره کړ . دغه ګوډاګي په دې ډول خپل مزي وشلول .
د کرزي تر ټولو نوې بی باکي د هغه حقیقت پر اساس وه چی وایی هند او چین په مینه او رغبت سره لګیا دي په افغانستان کی د امریکا/برتانیې/ناټو فعلی تسلط تر لاسه کړی . هند افغانستان ته پیسې ، وسلې او ایجنټان رالیږی او حکومتی ځواکونو ته روزنه ورکوی . چین بیا په خورا احتیاط او حسابی ډول غواړی ځان د افغانستان هغه تازه کشف سوي کانی ثروت ته ورسوی چی پخپله د کرزي له قوله ( د امریکایی حکومت د جیولوجیکی سروې له مخی ) یو ټریلیون ډالره ارزښت لری .
روسیه ، چی په افغانستان کی د ۱۹۸۰ لسیزی شکست محتاطانه کړې ده ، په ډیره مینه هلته د امریکا د مشقت او دردونو ننداره کوی او د انتقام هیڅ کوم رغبت نه څرګندوی . ماسکو هم په افغانستان کی خپلي جاه طلبۍ لری .
ما د ډیری اوږدې مودې راهیسی وړاندیز کړی چی د کرزي لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چی ځان د امریکایی پالنی او ساتنی څخه لیری کړي او د ټولو بهرنیو اشغالی ځواکونو وتل وغواړي .
دا کار بېله شکه له خطره هم ډک دی . خو د کیسنجر یادوَنه هم باید له پامه و نه غورځول سی . امکان لری چی کرزﺉ خپل ژوند وبایلی . خو دا هم شونې ده چی هغه یو ملی اتل او یو داسی کاندید سی چی یو داسی خپلواک افغانستان رهبري کړی چی ټولی توکمیزه ډلي یې ومنی .
مګر افسوس ، چی امریکا یو ځل بیا هماغه اشتباه کوی یعنی : د دې پر ځای چی دیموکراتیک ملګري ولټوی چی واقعأ هم عوامی او قانونی وی ، برعکس غواړي چی مطیع او فرمان منونکي مشتریان ولټوی . پای