کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دجرګی پرغه د هیواد تاریخ په رڼا کی

دجرګی پرغه د هیواد تاریخ په رڼا کی

زمونږ ګران هیواد افغانستان ،دخپل پرمختګ تاریخ په اوږدو په بیلا بیلو پړاونوکی دخپل راتلونکی برخه لیک ، پراختیا او پرمختک بهیر کی دلاری اوچال چلندټاکلواو غوروای په اړه دیومخه یزی پریکړی په موخه دولس رایه دخپلو چاروپه سرکی په ګوته کړیدی.تاریخی لاسوندونه دا په ګوته کوی چی،دلرغونی آریانا د بنسټ راهیسی په لرغونی پلازمینه بخدی او یاخو ننی بلخ کی دټولنی په ټولو برخوکی دچارو سمون اوپرمخ بیولوپه لارکی تل ولسی ناستی او غونډی پرمخ بیولی او را بللی دی .
دهیواد په لرغونی تاریخی لاسوندونه کی دافغان جرګوڅخه تاریخپوهانواوڅیړنکوهم دزیاراوهڅوپه پای کی رابرسیره اوراسپړل شویدی ،د سیمتی اوسبها تر سرلیک لاندی یادونه شویده.
دافغانستان معاصر تاریخ دا په ډاګه کوی چی،افغان مشرانو اوامیرانوهرمهال چی، هیواد دسیمی او نړیوالی ستونزی ،کشالی او ان دهیواد راتلونکی برخه لیک ګواښ سره لاس او ګریوان شویدی نو د یوه مخه یزی ولسی پریکړی اوملاتړترلاسه کولو په موخه افغانی دودیزی جرګی ته مخه اورابللی دی . دجرګواهمیت اورغنده پریکړوپه اړه ددی اړتیا لیدل کیږی چی،په ځغلنده توګه دهیوادله ځینو تاریخی جرګو څخه دلته یادونه وشی چی،په سیوروکی یی افغان هیواد تردی دمه دنړی پرسر خپلواک و سرلوړی پاتی شویدی .
دافغانستان تاریخ دلوړو،ژوروډک تاریخ دی.له نیکه مرغه او یاخو له بده مرغه دخاورینی نړی په سرچی ، د نړی د لویی وچی آسیا د ختیځ،لویدیځ، سویل او نیلاب سره تړی او دیوه خوږ ژبی شاعرپه وینا افغانستان د لویی آسیا د زړه نوم اوځینی نوروسیاست پوهانودسیمی څلور لاری نوم ګټلی دی.دسیمی اونړی زبرځواکونوداقتصادی او سیاسی تګلارو اوکړنلاروغزولوپه لړکی افغانستان دتاریخ په اوږدوکی تل د پام وړګرځیدلی اوان ځینی مهال خوبرخه لیک یی د نړی په نقشه کی ترپوښتنو لاندی راغلی دی .
دافغانستان په نوی تاریخ کی هغه مهال چی،د هیوادډیرې دخاوری برخه د پارس ترولکی لاندی وه ،نه یواځی افغانان دخپل کوردننه د پارس واکمن په خټه ګرجستانی ګرګین او ښکیلاکګروځواکونوله کړاونوڅخه ستومانه شوی ؤ.په بل لورکی یی د هیوادد قومونومشرانو وژلو ، لمسونواوپه خپلمینځی شخړوکی دراښکیلولوبوخت ؤترڅوخپل ښکیلاک او تالان وغزوی .افغانانودپارس دښکیلاګروځواکونوشړلواو بوځل بیا دخپلواک ، پیاوړی اوغښتلی افغانستان ژغورولوپه موخه په خپلوکی دیوه منل شوی ژغورونکی تګلاری موندلو کی په هلوځلوبوخت او لګیا ؤ.
دهوتکو قوم نامتومشر میرویس خان هوتک په نوښت په کال ۱۰۸۸ چی، د ۱۹۰۷ میلادی کال  سره سمون خوری د کندهارولایت د مانجی په سیمه کی افغانی جرګه راوبلله ترڅو د  ښکیلاګ څخه دخلاصون پر لارو چارو خبری او ولسی ملاتړ اوپریکړی ته لاره هواره کړی .په جرګه کی دکندهار ولایت له ټولو سیمو څخه د میړنیوقومونومشران ،مخور.دینی عالمان ګډون پریکړه په پای کی ،لاره ملی پاڅون ته هواره او دپارس ښکیلاکګرځواکونه یی تارو مار او لدی سره دننی افغانستان تاریخ نوی پړاو پرانیست.دنادرافشار په لاس دافغانانود واک ویجاړول او دهغه وژلووروسته دخپل تاریخ بیا راژوندی کولواودخپلواک هیواد بنست په ایښودلوکی یوځل دکندهارولایت دبرخه لیک ټاکونکی جرګی کوربه توب پرغاړه واخیست.داجرګه دکندهارولایت دقومونو مشرانوپه نوښت په کال۱۱۲۶ لمریز چی، دمیلادی ۱۷۴۷ کال سره سمون خوری چی،بیا وروسته دشیرسرخ زیارت جرګی په نوم په تاریخ کی راغلی دی ناسته وکړه .ددبیلا بیلو قومونوبیلا بیلو قومونومشرانوداوږدوخبرو اتروپه پای اوپه ځانګړی توګه دافغانی روحانی مشرپیرصابرشاه کابلی په نوښت اوملاتړ د هیوادمشری پګړی دافغانستان لوی مشردرانی  احمد خان وګټله چی، د افغانستان په تاریخ کی له ځانګړی برم او درناوی څخه برخمن دی .همدا راز دافغانستان په نوی تاریخ کی هرمهال چی،د هیواد مشرانواو ولسی ناستی او یا خو دجرګی وربللو اړتیا لیدل شویده ، دی ولسی اویوه مخه یزی ناستی اودهغوی پریکړوترلاسه کولو دپاره رابللی دی .
دبیلګی په توګه :
0- دامیر شیرعلی خان د مهال جرګه چی، په  ۱۲۴۴ لمریزکال د بهرنی یرغل مخنیوی په وړاندی د ولس ملاتر لاسه کولو په موخه پلازمینی کابل ته رابلل شوی وه.
1- دامیر حبیب الله خان د مهال جرګه چی، په ۱۲۹۳ لمریز کال کی د جرمنی او ترکیی دګډپلاوی پروړاندی چی، مشری یی د جرمنی هیواداستازی اتوفون نیدرمایرکوله ، په لمړی نړیواله جګړه کی د افغانستان دګډون اونه ګډون په موخه پلازمینی کابل ته وربلل شوی وه.
2-   دجلا ل آباد لویه جرګه چی، په کال ۱۳۰۱ لمریز کال کی په هیوادکی د ټولنیزوچارو رغونی او په افغانستان کی یی په لمړی ځل ددولت بنسټیزی تګلاری اوکړنلاری په ګوته کولوپه موخه دټولواک امیرامان الله خان په غوښتنه وربلل شوی وه.
3- دپغمان لویه جرګه چی، په ۱۳۰۳ لمریزکال کی د جلال آباد د جرګی پریکړوپلی کولواو دافغانستان دولت بنسټیزی کړنلاری بشپړه او توشیح کولوپه موخه د افغان ټولواک امیرامان الله خان په غوښتنه اوسپارښتنه وربلل شوی وه.
4- د پغمان لویه جرګه چی،په ۱۳۰۷ لمریزکال کی دټولواک امیرامان الله خان په غوښتنه د هیواد له ګوټ ګوټ څخه دقومونو مشرانو ،مخوروپه ګډون د مخالیفینودانګیرنوله مینځه وړلو په موخه په اساسی نظامنامه کی دبدلونونواو سمون په موخه وربلل شوی وه .
5- دکابل لویه جرګه چی، په  ۱۳۰۹ لمریزکال کی د محمد نادرشاه دواکمنی په مهال اوغوښتنه په هیواد کی د ولسی جرګی دټولټاکنود لایحی ، دولسی جرګی استازود شمیری او دهغوی دکاری کړنلاری تصویب ،دبیرغ اونښان دغوراوی په تړاووربلل شوی وه .
6- دکابل لویه جرګه چی،په ۱۳۲۰ لمریزکال د محمدظاهر شاه(دملت بابا) غوښتنه د هیواد ګوټ ګوټ څخه د مشرانو، مخورواو روڼ آندوپه ګډون د حبیبی لیسی په انګړکی وربللی اوپه جرګه کی دافغانستان په دوهم نړیواله جګړه کی دنه ګډون او ناپیلتوب تګلاری غوره کولو په موخه وربلل شوی وه.
7- دکابل لویه جرګه چی،په ۱۳۳۴ لمریزکال پلازمینی کابل دهیواد له ګوټ ګوت څخه د مشرانو،مخورواو روڼ آندوپه ګډون محمد ظاهرشاه (ملت بابا) دواکمنی په مهال په سیمه کی دحالاتوپرمختګ څرنګوالی څیړلو اود دوو نویو پوځی تړونونودرامینځته کیدو اودځواکونو دانډول او دافغان پوځی ځواکونو پیاوړتیااو غښتلتیا په موخه وربلل شوی وه .
8- دکابل لویه جرګه چی،په ۱۳۴۳ لمریز کال پلازمینه کابل دشاهی ماڼی په انګړکی د سلامخانی په خونه کی د هیواد داساسی قانون د لسو ورځو اوږدوخبرواترو وروسته دتصویب په موخه وربلل شوی وه .
9- دکابل لویه جرګه چی،په ۱۳۵۵ لمریز کال د عامی روغتیا زارت په انګړکی دافغانستان لمړی ولسمشرارواښاد سردار محمد داؤدخان دواک په مهال داساسی قانون د تصویبولو او دهیواد دولسمشرد غوره کولوپه موخه د هیواد ګوټ ګوټ څخه دمشرانواومخورواو روڼ آندوپه ګډون وربلل شوی وه. 
10- بیړنی لویه جرګه چی، په ۱۳۸۱ لمریز کال په پلازمینه کابل د پولتخنیک پوهنتون په انګړدلویی جرګی په کیږدی کی د مینځمهالی اداری ولسمشری ټاکلوپه موخه وربلل شوی وه.
11- داساسی قانون لویه جرګه چی،په ۱۳۸۲ لمریزکال دهیواد پلازمینه کابل دپولی تخنیک پوهنتون په انګړکی د لویی جرګی په کیږدی کی دهیواد له بیلا بیلو سیمو څخه د مشرانو،مخورواو روڼ آندو په ګډون دافغانستان اسلامی جمهوریت داساسی قانون دتصویب په موخه وربلل شوی وه.
12- دافغانستان اوپاکستان د امن ګډه جرګه چی، په ۱۳۸۶ لمریزکال پلازمینه کابل د پولتخنیک پوهنتون په انګړد لویی جرګی په کیږدی کی د دواړو هیوادونو ترمینځه د اړیکو لاپیاوړتیا ،د ترهګری پروړاندی د ګډوهلوځلوپه موخه وربلل شوی وه.
دافغانانو دودیزی جرګی ناستی اړتیا هغه مهال ولیدل شوه چی،دافغانانو کړاونوته د نړیوالی ټولنی او په ځانګړی توګه دافغانانود بی ساری په ملاتړاو مرستی سره سره نه یواځی دهیلوسره سم بنسټیز بدلونونه رامینځته نشول ، په بل لورکی دحالاتو په بیړنی ډول بدلون سره دهیواد ملی ګټو، سولی او ټیکاؤ پروړاندی خنډونه او ستونزی راټوکوی .له همدی کبله افغان مشر د لویی جرګی وربللو پریکړه وکړه تر څو هر یوافغان دخپل غوره اونومول شوی استازی په مټ اوګډون د هیواد راتلونکی په برخه کی خپله پریکړه واوروی .ننی حالاتو ترینګوالی ته په کتو سره د ډیرو په آند سیمه او په ځانګړی توګه د هیواد خاوره د نویوپرمختګونواو دافغانانود کړاوونواوستونزومخنیوی کی د هرافغان اسلامی اوملی دنده لری د مشورتی لویی جرګی دپریکړو د پلی کولو په لاره کی له خپلوهلوځلوسپمونه ونکړی.
د مهال ایما او یا خو په بله زبه حکم دی چی، ټول افغانان د هیواد ګوت ګوټ څخه یوه موټی ، دخپلونیکونو په څیر دخبلی خاوری د بشپړتیا او خپلواکی ساتلوجنډه رپانده وساتی ترڅو دافغان ولس تاریخ او ژوند د خاورینی نړی پرسرخوندی وساتل شی . ننی حالات هریو افغان ته په لوړ ږغ بلنه ورکوی ترڅو هره شیبه او هره لمهه د خپل برخه لیک خوندی ساتلو په لارکی هرډول قربانی ته چمتوی وی . دا د نن ترټولو اهمه او ځانګړی غوښتنه او بلنه دی .هیوادوال دافغانانو دودیزی لوی جرګی څخه تمه لری چی،دافغانانو هیلی به په ریښتونی توګه انځورد تاریخی پریکړو سره به په هیوادکی دریښتونی سولی اوبیا رغونی پرلوررغنده ګامونه پورته اوپریکړی وکړی ترڅو دافغانانو په جګړه ځپلی خاوره کی سوله او امن ټینګ او لاره رشتینی پرمختګونو ته هواره شی. که دنړی په درملتونونوکی دافغانانو درنځ د علاج درمل  تردی مهاله ندی موندل شوی ،د لویی جرګی استازی اړ دی چی، د هغو په جوړولوکی ګامونه پورته او پرهغه ټینګاروکړی .

دپښتو يې ګانو د استعمال وخت او ځای http://larawbar.com/detail.php?id=1000