کور / تازه خبرونه / عاجل خبر: د کندهار پر ملي امنيت وسله وال بريد وسو

عاجل خبر: د کندهار پر ملي امنيت وسله وال بريد وسو

نن پر څه باندې ١٢ بجې څو تنو ځانمرګو بريدکوونکو بريد وکړ او تقريباً يو ساعت جګړه يې وکړه
د رسېدلو خبرونو له مخې د کندهار د ملي امنيت له رياست سره نژدې يوه ودان ښوونځي(د زرغونې انا منځنى ښوونځى) ته درې تنه بريدکوونکي ننوتل او د مشترګ دېوال څخه تر اوښتو وروسته يې پر مامورينو ډزې پيل کړې.
تر يوه ساعته پورې د لويو او وړو ډزو ږغونه اورېدل کېدل
د يوې نسبتاً لويې چاودنې ږغ هم پورته سو چې غالباً به د يوه ځان وژونکي د واسکټ انفلاک و
د مرګ ژوبلې په باب لا دقيق معلومات نسته او له ترلاسه کېدو سره سم به پر ليکه سي