د امريکا ځانګړي استازي ډيويډ هالبروک او د وسله وال پوځ لوى قومندان ډيويډ پيټريوس کابل ته ورسېدل.
د فرانس پريس آژانس د خبر له مخي امريکايي پلاوي نن په کابل کي د افغانستان له جمهور رئيس حامد کرزي سره په هغه دوه ورځني کنفرانس کي وليدل، چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د پوځي عملياتو او ملکي بيا رغوني د هماهنګ کولو پر لارو چارو د څېړني دپاره جوړ سوئ دئ.
دا د ولسمشر کرزي له خوا پر امريکا د تيري اونۍ له سختو نيوکو څخه سيمي ته د هالبروک لومړى سفر دئ.