ژباړه : د آ ار دې څخه . (ARD- tagesSchau.de1)
اتومي ځواکونه : امریکا او روسیي د اتومي سلاحګانو د کمښت قرار داد لاسلیک کړه .
په لاندي ډول سره هغه هېوادونه چې رسمي او غیر رسمي هستوي سلاح لري ښوول کېږي :
رسمي اتومي ځواکونه :
امریکا : نظر ودغه نوي قرارداد ته امریکا باید د ګړندویو اتومي سروکي تر ۲۰۱۲ زک پوري شمېر ئي پر ۱۵۵۰ ګړندۍ اتومي سروکي باندي راټیټ کړ ي . امریکااوس ۲۷۰۲ کړندي اتومي سروکي لري .
روسیه : ۴۸۳۴ ګړندي اتومي سروکي ( اتومي بمونه ) لري . ددغو شمېر باید روسیه پر ۱۵۵۰ سروکي باندي تر ۲۰۱۲زک پوري راټیټ کړ ي . فرانسه : ۳۰۰ ګړندۍ اتومي سروکي لري . انګلیس : ۴ اتومي اوبتله لري او برسېره پر دې ۱۶۰ ګړندي اتومي سروکي لري .
چین : ۱۸۶ ګړندي اتومي سروکي لري . چین وائي : دغه بمونه به پر هغه هېواد ونه غورځوي، چې اتومي ځواک نه لري . پخپله ځان اتومي ځواک ګڼل :
شمالي کوریا : سره له دي چې ویلي وه، چې خپل اتومي پروګرام دره وي؛ کمونستي کوریا خپله اتومي آزموین ئي وکړه . متخصصین په دې اند دي، چې شمالي کوریا د شپږو اتومي بمونو لپاره رسېدلي « پلوتونیوم » لري .
هند : پخپله ځان اتومي ځواک وباله . د ۶۰ څخه بیا تر ۷۰ ګړندي اتومي سروکي لري . بېلښتي توکي ئي تر ۱۰۰ اتومي سروکوپوري رسي . هند د اتومي سلاح د منع قرارداد غړی نه دی .
پاکستان : ۶۰ کړندي اتومي سروکي لري . خو ويره د امنیت ده، چې مه بادا اتومي توکي د بنسټ پالو لاس ته ورنسي « چټل بم » به ځني جوړ کړي . پاکستان هم لکه هند د اتومي سلاح د منع غړی نه دی . غیر رسمي اتومي ځواک : اسرائل : رسمي تر اوسه پوري دا نه ده منلې، چې اتومي سلاح دي ولري . احتمال لري، چې اسرائل دي ذخیره د ۸۰ کړندي اتومي سروکو ولري . ځیني کارپوهان تخمین د ۳۰۰ سروکو کوي . دولت ئي اتومي د منع قرارداد نه دی لاسلیک کړی . ایران : د برېښنا د تولید تر نامه لاندي پټ پر اتومي سلاح باندي کار کوي؛ خو دغه خبره نه مني .
د ۸ . ۴ . ۲۰۱۰ زک د ۱۸ : ۲۶ بجو خبر ژباړونکی محمد سرور وکیلي