کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دسولې دجرګې نتيجه به څنګه شي؟

دسولې دجرګې نتيجه به څنګه شي؟

 ټاکل شوېده دافغانستان دحکومت په بلنه او هڅونه دروان ١٣٨٩لمريز کال دثور په ١٢مه نېټه په کابل کې دسولې يوه ملي جرګه راوغوښتل شي. ددغه جرګې دتدوير کومېټې په يوه خپره کړې پاڼه کې ويلي، چې دانه لويه جرګه ده او نه دافغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګه ده، بلکې دايوه بين الافغاني سوليزه جرګه ده، چې ټول رسمي او ولسي افغاني مشران به په کې دمخالفينو له ګډون پرته دسولې په لارو چارو غږېږي!
داښه ګام دى او فکر کېږي، چې اکثره افغانان دسولې دداعيې ملاتړ کوي. افغان ولس تل دسولې دهرې هڅې هرکلى کړى؛ خو څرنګه سوله او له چاسره سوله!؟
اوس مهال سوله له هغو سره کېږي، چې دحکومت او نړۍ والو ځواکونو مخته بمي چاودنې کوي، دولتي تاء سيسات سوزوي او کورني او بهرني ټول په نښه کوي. پوښتنه داده، چې په دې جرګه کې چې له چاسره سوله په کار ده، دهغوى په نه شتون دسولې دبرياليتوب داهڅې په  رښتنې توګه څومره بريالۍ راوځي او له هغو سره به دکوم ميکانيزم له مخې دسولې خبره کېږي.

افغان حکومت تل دسولې خبره کړې؛ خو داخبره ددغه هېواد داساسي قانون دمنلو او ځينو شرايطو په شرط. وسله وال مخالفين هم ورته شرايط لري، چې ترټولو لومړى يې دبهرنيو ځواکونو وتل دي.
اندېښنه داده، چې که دوسله والو مخالفينو شرايط منل کېږي، دافغانستان اينده به څنګه کېږي، ايا بيا به کورنۍ جګړې ونه نښلي، بيابه دافغانستان ٣٤ ولايتونه په ٦٨ پاچاهيو او قوماندان واکيو بدل نه شي؟ يا داچې بيا خوبه دوسله والومخالفينو دخوشالولو لپاره ښځې له دفترونو او ښوونځيو ونه شړل شي؟ دټوپک او کوتک په زور خوبه پرچا ږيرې نه پرېښودل کېږي او تکراري لمونځونه خوبه دخلکو دغاړې غور کوي نه!؟
داټولې هغه پوښتنې دي، چې ټول يې راتلونکي ته حيران دي، يوطرفته ډانګ دى، بلته پړانګ، کوم يو واخلو؟ ښايي هېڅ افغان دنورو ناروا قدرت پرځان ونه مني؛ خوله کومو حالاتو سره چې نن افغانستان مخ دى، هغه دګاونډيو هېوادونو له دريځه ډېر ښه کتل کېداى شي، داوسني رژيم تر تآسيس مخکې زموږ ټولو ګاونډيانو زموږ په ورانونه او وژنه کې له پوره اخلاص نه کار اخيستى او دنړۍ نور لرې پراته هېوادونه يې هم پرموږ راچولي؛ خو مزې دګاونډيانو وې، ټوله هستي او نېستي مو دوى وچلوله او دمخالفت اوسنى يو دليل بياهم دګاونډيانو مداخلوته متوجه دى!

داسې شکونه هم شته، چې ځينې نړۍ وال دځان دبقا لپاره دپټو کړيو په لاس په اګاهانه ډول مخالفين لا ډېر وراني ته هڅوي، که داسې وي؛ نو بيا دسولې او پخلاينې هڅې څومره اغېزمنې راوتى شي.
په داسې حال کې چې دسولې دښمنان دې شاوخوا پراته وي، مخ پر ځوړي اقتصادي او اجتماعي حالت مو دنړۍ په کچه مثال نه شي لرلى، دملي پوځ او پوهنې لګښتونه هم راته دنړۍ والو له خوا دخېرات په بڼه  برابرېږي، حتى دسولې دجرګې لګښتونه موهم دنوروله خوا ورکول کېږي، موږ دجرګې وړ هم نه يو، په داسې حال کې خو دسولې له جرګې نه پوره نتيجه غوښتل هم څه وړه خبره نه ده.
يوازې اقتصادي او سياسي ستونزې او دګاونډيانو لاسوهنې نه دي، په کوردننه زموږ دجرګې واک او صلاحيتونه له ها غوسره دي، چې دا اته کاله دموسسو په پروژو او دحکومت په چوکيو ناست دي، بېغمه هرڅه دځان لپاره کوي، خداېزده چې دسولې ددغه جرګې په بوديجه کې به لاڅومره اختلاس او بډې په بډو ووهل شي.

 دننګرهار پوهنتون استاد جانس زړن وايي: سوله ښه ده؛ خو د اوسنيو غلو او داړه مارانو په وجودکې ممکنه نه ده. ديخواته دنکټايي او انګليسي والا مفشن غله دي او ها خواته دوطن دخاورې، ناموسس او مذهب پرديپال غله، چې هرڅومره يې وارزوې  يو له بل نه بدتر دي.
دننګرهار داصنافو داتحاديې مخکينى مشر نجيب الله صاحبزاده وايي: (( ترڅو چې ددواړو خواو يو پر بل اعتماد او باور پيدانه شي، سوله نه شي راتلاى، دى زياتوي، همدا اوس وسله وال مخالفين پر حکومت باور نه لري، چې په يوځاى کې ورسره مخامخ خبرو ته کېني، چې دځاني امنيت دخونديتوب باور موجود نه وي دعمومي امنيت دخونديتوب ډاډ به څنګه رامنځته شي)).

په ننګرهار کې دډاکټرانو داتحاديې رئيس ډاکټر خوشال تسل وايي:((  همدا اوس دولسمشر کرزي د اداري چارو په دفتر، اداره امورو کې ديوه تن دمعينيت مکتوب پروت دى چې ولسمشر امضا کړى، خو دلاندې پوړ خلک له دغه سړي نه ٥٠ زره ډالره رشوت غواړي، داسړى پنځوس زره ډالر نه لري، هڅه يې وکړه وې مومي؛ خو وې نه شول کړاى، پردغه مکتوب مېاشت تېره شوې خو اصلي خاوند يا دهغه ادارې ته نه  لېږل کېږي ، دا ډاکټر زياتوي، چې دولسمشر په دفتر کې داحال وي، دننګرهار دپچير اګام دځنګلونو دې خداى مل شي.
دډاکټر په اند سوله، په اخلاص، وطن دوستۍ، پاک نفسۍ او ديانت راتلاى شي او داسې نظام دلته نه شته. بلکې تصور يې هم ګران دى.

ځينې نور په دې نظر دي چې سوله په افغانستان کې دپرتو بهرنيو ځواکونو په مخلصانه اقتصادي او اجتماعي مرستو تامينېږي، دوى وايي ورکوي، چې نړۍ واله ټولنه دمرستو په تطبيق کې مخلصه نه ده سطحي او سرسري برخورد کوي، خلکوته اساسي پروژې نه جوړوي، چې دايمي کار لاس  ته ورشي، ځکه نو خلک وزګار دي او چې وزګار شي؛ نو وسلې ته به خامخا لاس اچوي.
دخلکو داډول نظريات بې څه نه دي، بياهم تو قوع داده، چې دسولې او پخلاينې جرګه دغه ډول مسايل په سړه سينه وڅېړي او په سطحې نظر ورته ونه ګوري، دى پلو مسايلو دژورو تر څېړنې وروسته پرېکړې وکړي او کنه دغسې جرګې لامخکې هم شوي، خو تراوسه يې هېڅ نيتجه نه ده ورکړې.