روسيه وايي د دې هيواد ختيځ کم کاټکا کي يوه څرخکه طياره د کښېناستو پر مهال لوېدلې چي لس تنه پکښي مړه سوي او اته نور زخميان دي.
د راپورونو له مخي په الوتکه کي د جرمني او بلجيم سيلانيان هم سپاره وو چي تر اوسه د درو روسانو او يوه جرمني مړي موندل سوي دي.
دا د پرون راهيسي دوهمه الوتکه ده چي په روسيه کي لوېږي. پرون د پولنډ ولسمشر د هغه مېرمن، د بهرنيو چارو مرستيال وزير، لوى درستيز او د پارلمان تر شلو ډېر وکيلان د الوتکي د رالوېدو له امله ووژل سول، چي لامل يې د هوا خرابوالى په ګوته سوئ دئ.