کور / تازه خبرونه / د بي بي سي پر خپرونو بنديز ولګېدئ

د بي بي سي پر خپرونو بنديز ولګېدئ

د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کي د الشباب په نامه يوې اسلامي ډلي د بي بي سي راډيو پر ځايي دفتر قبضه لګولې او د دې راډيو نشرات يې بند کړي دي.
د الشباب وياند ويلي بي بي سي د سوماليا د انتقالي حکومت په ملاتړ تبليغات او د مسلمانانو پر ضد پروپاګند کوي، ځکه يې د دوى نشرات درولي دي.
د الشباب په نوم اسلامي ډله د سلفي يا وهابي فرقې پلويان دي چي دوې اونۍ دمخه يې په سوماليا کي د ځايي صوفيانو او مشاهيرو قبرونه په دې پلمه ونړول او د هغوى هډوکي يې دباندي را و ايستل چي ګني خلګ يې عبادت کوي.