کور / تازه خبرونه / اوباما: کرزى زموږ ټينګ ملګرى دئ

اوباما: کرزى زموږ ټينګ ملګرى دئ

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د امريکا له اې، بي، سي ټلوېزون سره په مرکه کي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى خپل ټينګ ملګرى وباله.
ولسمشر اوباما وويل په دې کي هيڅ شک نسته چي حامد کرزي په افغانستان کي د القاعدې او طالبانو په ځپلو کي د دوى سره کلکه همکاري کړې او د امريکا ملګرى دئ، خو ولسمشر کرزى په خپل هيواد کي ستونزي لري چي بايد له منځه يې يوسي.
د امريکا ولسمشر په داسي حال کي حامد کرزى خپل ملګرى بولي چي ولسمشر کرزي دوې اونۍ وړاندي پر امريکا سختي نيوکي وکړې او دغه هيواد يې په افغانستان کي په لاس وهنه تورن کړ.
بلي خوا ته د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس ويلي د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر به امريکا ته له پلان سره سم د مې پر ١٢ – مه ترسره سي.