کور / تازه خبرونه / ابدالي: د طالب مشرانو په نيولو مذاکرات له خنډ سره مخ سول

ابدالي: د طالب مشرانو په نيولو مذاکرات له خنډ سره مخ سول

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د افغان حکومت د يوه لوړ پوړي چارواکي په حواله وايي په پاکستان کي د طالب مشرانو د نيولو له امله د افغان حکومت له خوا د سولي پيل سوي هڅي له خنډ سره مخ سوې.
شيدامحمدابدالي واشنګټن پوسټ ته ويلي د پاکستان له خوا د ملابرادر او ځينو نورو طالبانو له نيولو وروسته هغه باور له مځه تللى چي د طالبانو سره د خبرو له پاره رامنځته سوئ وو.
د راپورونو له مخي د ملامحمدعمر مرستيال ملا عبدالغني برادر هغه طالب مشر وو چي له افغان حکومت سره خبرو ته يې لېوالتيا ښودلې وه او همدا علت وو چي د پاکستان استخباراتو ونيوئ.
ډېرى افغان شنونکي په دې باور دي چي پاکستان نه غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله د دوى له منځګړتوب او د پاکستان له ځانګړو ګټو پرته ترسره سي.