کور / تازه خبرونه / برازيل: د مړو شمېر ٢٠٥ تنو ته ورسېدئ

برازيل: د مړو شمېر ٢٠٥ تنو ته ورسېدئ

د برازيل په مرکز ريوديجينيرو د پرله پسې باران او تېز باد له کبله د مړو شمېر ٢٠٥ تنو ته ورسېدئ.
دغه باران چي دوې ورځي دمخه و اورېدئ په ډېرو ځايونو کي يې پر خلګو کورونه ونړول، خلګ اوبو يووړل او د باد له امله موټران چپه او ټکرونه رامنځته سول.
چارواکي وايي په تيرو دوو ورځو کي يې يوازي ٢٧ تنه له خاورو ژوندي راکښلي دي او ٢٠٥ تنه مړي په لاس ورغلي دي.
د چارواکو په وينا د ژغورني چاري اوس هم رواني دي، خو د تر خاورو لاندي کسانو د ژوند ژغورولو اميد مخ پر ختمېدو دئ.