کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر او لويديځ ترمنځ وروستۍ ډيپلوماټيكې شخړې ته په اشارې پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې لوديديځ د ښاغلې كرزي په وړاندې خپله لحجه بدلوي.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په حواله ليكلي، چې كرزې ددوى مهم همكار دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د مارجې خلكو ته په ورپيښو ستونزو بحث كړې او ليكلي، چې دوى لا هم د خپلې راتلونكې په اړه انديښمن دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې په نشه يي توكو د روږدو كسانو په شمير كې د زياتوالي عواملو ته هم كتنه شوې او د هغې يوازنې لامل بې كاري ښودل شوې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم تر ډيره د افغان ولسمشر په اړه د لويديځو مشرانو په څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې د امريكا ولسمشر او د ناټو عمومي منشي ښاغلې كرزې خپل مهم همكار بللې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د سولې د مشورتي جرګې په اړه د ولسمشر كرزي په راډيويي وينا بحث كړې او پدې ترڅ كې له خلكو غوښتي، چې په هيواد كې د سولې او امن د راوستلو په هدف له دې جرګې ملاتړ وكړي.
په ورځپاڼه كې د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي،چې ځوانان بايد پدې برخه كې خورا مهم رول ولوبوي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر په اړه د ناټو د عمومي منشي څرګندونو ته ځانګړې كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې دوى بايد تل له ولسمشر كرزي څخه د هغو كارونو تمه ونلري، چې ناټو او متحدين يى غواړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د غړو ټاكل د ولسمشر مسؤليت بللې او ليكلي، چې دا مسئله بايد د ولسي جرګې له لارې ترسره نشي.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې ځينې كړۍ هڅه كوي، چې دا مسئله د ولسي جرګې تائيد ته په وړاندې كولو سره په افغانستان كې د فيليپ موغيون او ګالبرايټ نظريه تحميله كړي.

اراده:
دې خپلواكې ورځپانې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر په وړاندې د لويديځ په لحجه كې بدلون ته ځانګړې كړې او د ناټو د عمومي منشي په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې ښاغلې كرزې د ناټو يو ښه همكار دې.
ورځپاڼې په كندهار كې د پيليدونكو پوځي عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او پدې ترڅ كې د زرګونو خلكو د بې ځايه كيدو انديښنه ښودلې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل ښار كې د خپلسرو ودانيو په جوړولو بحث كړې او ليكلي، چې دې كار د كابل ښار ښكلا له منځه وړې ده.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او پوښتل شوي، چې دا مسئله د افغان دولت په وړاندې ستونزه ده او كه ننګونه؟

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د امريكا او ناټو د مشرانو وروستيو څرګندونو ته په اشارې د لويديځ په اړه د ولسمشر كرزي دريځ پرځاى بللې دې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د په نشه يي توكو د روږدو كسانو په شمير كې په زياتوالي انديښنه ښودلې او دې مسئلې ته يى د جدي پاملرنې غوښتنه كړې.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستۍ لفظي شخړې ته په اشارې ددې موضوع د منعكس كولو په اړه د ځينو رسنيو په رول انتقاد كړې او ليكلي، چې ځينې رسنۍ له خپلو حدودو څخه پښې د باندې غزوي.
په ورځپاڼه كې په امريكايي چارواكو هم دا انتقاد شوې، چې د خپلو رسنيو د پروپاګنډو ښكار كيږي.
په ورځپاڼه كې واشنګټن ته د افغان ولسمشر حامد كرزي د سفر په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دا سفر به له پلان سره سم ترسره شي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د سولې د خبرو بهير ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د حكمتيار د يوې نوې اعلاميې په نقل يى ليكلي، چې له كمزوري دريځ نه له دښمن سره خبرې نه كوي.
ورځپاڼې په دوام كې د هغه په حواله ليكلي، كه امريكا او متحدين يى د حزب اسلامي د سولې له بلنې سره مخالفت وكړي نو دوى به د بهرنيوځواكونو پر ضد خپلو حملو ته دوام وركړي.
ورځپاڼې د افغانستان د بهرني سياست په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې په دغه سياست بايد له سره نظر وشي.
په ورځپاڼه كې د افغان ښځو فعاليتونو ته هم كتنه شوې او د بښنې د نړيوال سازمان په حواله ليكل شوي، چې د افغان ښځو لاس ته راوړنې شكننده دي.