طبيعت کې بدلون ښکاري
انقلاب پر کايينا تو
سور انګار مې زړه کې پروت دى
شو مې وران کور د خيالاتو
د حکمت هرې تابلو ته
تللې ډوبه او نشه يم
ګاهي لامبمه هلمند کې
ګاهي ناسته پر سپين غره يم
کله زبيښم د تاک وينې
په ګډا او مستۍ کښيوزم
دماشوم رنګي سريوسم
پر سينه يې د مور کښېږدم
جام د سرو شرابو نوش کړم
ميخانه کې په نڅا شم
د با با غيږ کې چپه شم
په غيرت کې آريانا شم
چرت مې واخلي خيال مې يوسي
د ارغند شنډو څپو ته
په ورو- ورو مې فکر هسک شي
د پامير لوړو سرو ته
بې پروا قلم راوا خلم
سوي چيغې پرې انځور کړم
غرنۍ شپيلۍ ته لاس کړم
څو نغمې ور په کې سور کړم !