په سوډان کي د خوراکي توکو د نستوالي له کبله د دغه هيواد اوسېدونکي او په ځانګړې توګه قبايلي خلګ د لوږي سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ږغ کړئ چي که له دغه هيواد سره د خوراکي توکو مرسته ونسي يوه بده بشري فاجعه به پکښي رامنځته سي، چي له امله به يې په زرونو انسانان په لومړي قدم کي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ملګري ملتونه وايي په سوډان کي د خوراکي توکو د قحطۍ علت د دې هيواد په قبايلي سيمو کي جنګونه او څو کلنه وچکالي ده.