کور / تازه خبرونه / طالبان: د ناټو څرخکه مو وويشته

طالبان: د ناټو څرخکه مو وويشته

د ناټو ځواکونو يوه څرخکه طياره چي برايي ماخستن په زابل ولايت کي رالوېدلې طالبان وايي دوى ويشتلې خو ولايتي مقامات وايي د تخنيکي ستونزي له کبله لوېدلې ده.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار هم لومړى ورته ويلي چي الوتکه د طالبانو له خوا ويشتل سوې، خو وروسته يې بيرته علت تخيکي ستونزه په ګوته کړئ دئ.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي الوتکه د دوى ملګرو برايي د شپې د کلات ښار ته نيژدې په راکټ ويشتلې ده.
د ناټو ځواکونو يوازي د خپلي الوتکي د لوېدلو پخلى کړئ، خو دا يې نه دي ويلي چي د لوېدلو علت يې څه وو او څو تنه پکښي وژل سوي دي.
د زابل د والي وياند اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي په څرخکه کي ناست د ناټو څلور پوځيان وژل سوي دي.
د الجزيرې تلوېزون په خپل تازه خبر کي وويل چي وژل سوي درې تنه امريکايي پوځيان دي او يو بل ملکي امريکايي دئ.