تيره ورځ تخارولايت د درقدپه ولسوالې کي دپوليسواووسلوالوطالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي وه چې څوساعته يي دوام درلوده .
د درقد ولسوالې ولسوال محمداکرام شاکرلراوبر ته دټيلفون پرکرښه پيښه تاييدکړه اوزياته کړه چې ياده نښته دورځې 9 بجې پيل اوتر4 بجويي دوام درلوده .
هغه زياته کړه چې په دي نښته کې پوليسوته کوم زيان نه دي اوښتې ولې زياته کړه چې د دوي دراپورونو له مخې په ياده نښته کې 2 مخالفين وزل شوي او3 سخت ټپيان شويدي ، دغه نښته د درپلي ځنګل په سميه کې رامنځ ته شوي چې د درقد اوخواجه بهاوالدين ولسواليوترمنځ پرته ده .
ولې له بل لورې د وسلوالو طالبانو يوتن وياندذبيح الله مجاهد ويب پاڼې ته دټيلفون له لارې وويل : چې د دوي ملګرو په دغه نښته کې ديورنجرموټردويجاړيدوترڅنګ 2 پوليس وژلې او 2 نور ېې ټپيان کړيدي
داپه داسې حال کې ده چې په تيره يوه اونی کې دا دويمه پيښه ده چې په ياد ولايت کې رامنځ ته کيږي تيره چهارشنبه وسلوالوطالبانو ويلي وو چې دوي دبنګې ولسوالې کې 4 مسلح پوليس له ځانه سره وړي دي ولې ، دياد ولايت دامنيت يوتن امر سمنوال جميل بيا هغه 2 انجيران او 2يي ساتونکې وګڼل اوزياته يي کړه چې هلې ځلې راوانې دي چې راخوشي شي .