کور / تازه خبرونه / کندز:دوه پرله پسې چاودنې وشوي.

کندز:دوه پرله پسې چاودنې وشوي.

نن سهارشاوخوا نه نيمې بجې کندز ښار د دوه بمې چاودنو شاهد وو .
دوه پرله پسې چاودنې کندوز-بغلان په لويه لاره دانګورچارتک سيمه کې پرغزيدلې سړک هغه مهال رامنځ ته شوي کله چې دسيمې څخه په کندوزکې ميشت جرمنې ځواکونو کاروان دتيريدوپه حال کې وو .
دغه دواړه چاودنې دځکمنې ماينونو پرمټ ترسره شوي
په کندوز کې ميشت دبهرنيوځواکونو ددفتر وياند ډګرمن ويبر چاودنې دپخلې ترڅنګ زياته کړه چې دواړه دسړک دغاړې چاودنې وي چې دويته په کې زيان ندي رسيدلې اويوازې يوزغروال جيف موټريي يوڅه زيانمن شويدي .
سيمه دبهرنيوځواکونو له لورې سمدستې په کلکه کلابنده شوي وه اودکندز اوبغلان له لوريو په سلګونه مسافرپه موټروکې ناست وو، خبريالانوته هم بهرنيوځواکونواجازه نه ورکوله چې له سيمې څخه ليدنه وکړې .
سربيره پردې يوتن عينې شاهد دنوم دنه ښوولوپه شرط ويب پاڼې ته وويل چې يوه چاونه ځانمرګې بريد ووولې دتلفاتوپه اړه يي مالومات نلري .
همدارنګه دبل لورې دوسلوالو طالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهد ويب پاڼې دټيلفون له لارې ديوناڅرګند ځاي نه دکندوزدننيو بمې چاودونومسووليت په غاړه واخيست اوزياته يي کړه چې دواړه چاودنې ځکمنې ماينونونه وول چې دليرې کنتروليدل ، چې په پايله کې دبهرنيوځواکونو ديوزغروال ټانګ دويجاړيدوترڅنګ شپږبهرنې عسکر يي په کې وژلې دي دغه راز هغه زياتوې چې په دغه چاودنه کې 4 کورنې پلې عسکر هم وژل شويدي .