کور / تازه خبرونه / اسټراليا: د ٢٠١١ په جولاى کي له افغانستان څخه وزو

اسټراليا: د ٢٠١١ په جولاى کي له افغانستان څخه وزو

د اسټراليا حکومت وايي په افغانستان کي به د دوى عسکر د ٢٠١١ کال په جولاى کي ووزي.
د اسټراليا لومړى وزير کيوين روډ وايي د اسټراليايي پوځيانو وتل به د امريکايي هغې له وتلو سره يو ځاى د ٢٠١١ کال په جولاى کي پيل سي.
د اسټراليا حکومت پر داسي مهال له افغانستان څخه د پوځيانو د وتلو اعلان کوي، چي له روزګان څخه د هالنډي ځواکونو په تګ هلته يوازي پاتېږي او د هيواد اکثريت اوسېدونکي يې له افغان ماموريت سره مخالف دي.