د امريکا ولسمشر بارک اوباما له روسيې سره د يوه مهم تړون د لاسليکولو په خاطر د چيک پلازمېني پراګ ته ورسېدئ.
باراک اوباما به د روسيې له ولسمشر ديميتري ميديوف سره د اټومي وسلو د لږ توليدولو هغه تړون لاسليک کړي چي د ٢٠٠٩ کال په ډسمبر کي يې وخت ختم سو.
د روسيې او امريکا ترمنځ دغه تړون په ١٩٩١ کال لاسليک سوئ وو.
د راپورونو له مخي امريکا او روسيه په دواړو د نړۍ د ٩٥% فيصده اټومي وسلو څخه برخمن دي چي د څېړونکو په وينا د ساړه جنګ د دوو دښمنانو ترمنځ دغه نوى تړون به د دواړو ملکونو ترمنځ د ښو اړيکو يو نوى باب وي.
د امريکا ولسمشر په داسي حال کي پراګ ته رسېږي چي پرون د روسيې د بهرنيو چارو وزير په رومانيه کي د امريکا له خوا د توغنديو د دفاعي سيسټم پر نصبولو د دغه تړون د نه لاسليکولو ګواښ وکړ.