د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمه پاړه چنار کي پر يوه ځاى ٧٠ ودونه ترسره سول.
د راپورونو له مخي دا په سيمه کي د اجتماعي ودونو تر ټولو غټه شمېره ده.
د دې ودونو سمبالوونکي مسرت بنګښ رسنيو ته وويل د هري ناوي او زوم دپاره يې المارۍ او د کور ضروري سامان تيار کړئ دئ او دوى ټول هغه کسان دي چي د غربت له وجي يې ودونه پاتي وو.
نوموړي وويل په نيژدې ورځو کي به د ١٠٠ نورو ودونو مراسم هم ترسره سي.