کور / تازه خبرونه / ولسمشر د طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ نه دئ کړئ

ولسمشر د طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ نه دئ کړئ

د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيدعمر وايي ځينو کړيو د ولسمشر کرزي څرګندوني غلطي تعبير کړي او داسي هيڅ سند نسته چي ولسمشر کرزي له طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ کړئ وي.
وحيد عمر وويل ولسمشر کرزي د لوېديځ پر بې ځايه لاس وهنو نيوکه کړې چي د افغانستان انتخابات يې بدنامه کړل او اوس غواړي د ولسي جرګې هغې هم بدنامه کړي، خو دا يې هيڅکله نه دي ويلي چي له طالبانو سره به لاس يو کړي.
د وحيد عمر په وينا حامد کرزي فقط دونه ويلي که د امريکا لاسوهنه جريان پيدا کړي، د طالبانو مقاومت به ملي رنګ واخلي او افغان حکومت به غلام د ولس په ذهن کي د يوه ګوډاګي حکومت بڼه غوره کړي.
د جمهوري رياست وياند په داسي حال کي د ولسمشر کرزي د خبرو سپيناوى کوي، چي غربي مطبوعاتو د افغانستان د ولسي جرګې د درو وکيلانو په حواله ويلي کرزي په يوه غونډه کي د طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ ورته کړئ دئ.