د پېښور ښار مربوط د لنډي ارباب او سفيدډيري په نوم سيمو کي د نامعلومو کسانو له خوا دوه ښوونځي په بمونو الوزول سوي دي.
د پوليسو په وينا د لنډي ارباب په سيمه کي نامعلومو کسانو د نجونو دولتي ښوونځي ته بم ايښى وو، چي تر چاودني وروسته د ښوونځي دېوالونه او شاوخوا دکانونو ته تاوان رسېدلى دئ.
په يوه بله پېښه کي د سفيدډيري په سيمه کي هم د يوه ښوونځي تعمير ته د چاودني له کبله تاوان رسېدلى او همدا راز د ريګي سيمي د باچاګل په کلي کي نامعلومو کسانو يو ښوونځى په راکټ ويشتلى دئ چي چاته ځاني تاوان نه دئ رسېدلئ.
د پېښور پوليس وايي د پېښي په هکله يې تحقيقات شروع کړي دي خو تر اوسه يې څوک په ګوتو نه دي ورغلي.