د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک افغانستان او پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ.
ټاکل سوې وه چي په روانه اونۍ کي ريچارډ هالبروک، د امريکا لوړ پوړي پوځي قومندان ډيويډ پيټريوس او د يو، ايس، اې، آى، ډي مشر راجيوشاه پاکستان او افغانستان ته په سفر راغلي واى، خو هالبروک ويلي افغانستان ته ځکه نسي تلاى چي تر هغه دمخه بايد د زړه علاج وکړي.
نوموړى غواړي په نيويارک کي د زړه د بندو شيريانونو د ايله کېدو په موخه عمليات ترسره کړي.
د راپورونو له مخي جنرال پيټريوس او راجيوشاه به افغانستان او پاکستان ته سفر پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.