د هندوستان د هوايي ځواک قومندان مارشل پي، وي نايک وايي امريکا د پاکستان سره د مرستي په هکله د هندوستان اندېښنو ته تر اوسه ځواب نه دئ ويلي.
پي، وي نايک پرون د راجستان ايالت د يوه هوايي ډګر د پرانيستلو پر مهال وويل دوى له پاکستان سره د امريکا پر پوځي مرستو اندېښمن دي او له امريکا څخه يې سپيناوى غواړي، خو امريکا جواب نه دئ ورکړئ.
د نوموړي په وينا هندوستان بېره لري چي پاکستان به له امريکا څخه ترلاسه کړي پوځي مهمات او الوتکي د هندوستان پر ضد استعمال کړي.