د پخواني سرحد نوم په خيبرپښتونخوا د نومولو پر ضد د هزاره ډويژن په ټولو سيمو کي د اوومي ورځي دپاره پايه جام هرتال دوام لري.
پاکستاني رسنۍ وايي پرون مظاهره چيانو په ايبټ اباد کي د عوامي نيشنل پر يوه دفتر حمله کړې او هنداري يې ورته ماتي کړي دي.
د راپورونو له مخي د هزاره ډيويژن اوسېدونکي د هزاره صوبې په نامه د يوې بلي صوبې غوښتنه کوي.
د پښتونخوا په مخالفت کي ځيني هغه ګوندونه هم شامل دي چي مشران يې پښتانه دي، لکه د قاضي حسين احمد جماعت اسلامي او د عمران خان د تحريک انصاف ګوند.