کور / تازه خبرونه / طالبانو د نیول سوي امریکایی عسکر تازه ویډیو خپره کړه

طالبانو د نیول سوي امریکایی عسکر تازه ویډیو خپره کړه

فرانس پریس آژانس وایی چی طالبانو په چهارشنبه د هغه عسکر ( بوو رابرټ برګدل ) تازه ویډیو خپره کړه چی نهه میاشتی مخکی یې نیولی دی . دغه عسکر په ویډیو کی سالم ، تازه او سپورټ کونکی معلومیږی . برګدل په دغه څه کم اته دقیقه ییزه ویډیو کی پر واشنګټن د خپل ځان د خلاصون جذباتی ږغ کوی . دﺉ خپل شخصی د ساعتیریو عادتونه بیانوی . دﺉ لاسونه نیسی او داسی خواهش کوی : « آزاد می کړه . پرې می ږده چی کور ته ولاړ سم . زه هره ورځ خپل کور ته د تګ زارۍ کوم . . . موږ ټوله خپل هېواد ته ولېږه . » برګدل زیاتوی چی « زما سره ډیر ښه سلوک کیږی ، د باندی ګرځم ، او سپورټ کوم . . . . دا هر څه د هغو ګڼ شمیر بندیانو په ضایعاتو نه ارزی چی په ګوانتانامو ، بګرام او نورو ډیرو هغسی ځایونو کی مو اچولي دي . »
خبر زیاتوی چی د ویډیو په پای کی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چی موږ د دغه بندي په مقابل کی د خپلو یو څو بندیانو تبادله غوښتې ده او بس .