طالبانو په خپل تازه خبر کی ویلی چی نن غرمه یوولس بجې یې د پنجشیر په دره کی د احمد شاه مسعود قبر ته نږدې د « سریچه » په سیمه کی پر غزېدلي سړک د امریکایی پوځ دوه ټانکونه په ماین والوزول چی پنځه امریکایان پکښی وژل سوي او یو ټانک یې ټوټې ټوټې سوﺉ دی .
عینی شاهدانو وویل چی هلیکوپترونه راغلل او مړي او زخمیان یې انتقال کړل حال دا چی دواړه تخریب سوي ټانکونه اوس هم هلته موجود دي .
دا لومړی ځل دی چی په پنجشیر کی د توقع پر خلاف طالبان دومره شدیده حمله کوی .