کور / تازه خبرونه / افغانستان په نيمه پايلوبه كي هانګ كانګ هيواد ته ماته وركړه

افغانستان په نيمه پايلوبه كي هانګ كانګ هيواد ته ماته وركړه

منبع : داسيايي شورا له له سايټ نه
دويب پاڼي ټولودرنوكاركونكواودرنوليدونكوته سلامونه اونيكي هيلي وړاندي كوم
نن چي د اپريل دمياشتي داومي نيټي سره سمون خوري په كويټ كي د ځلورو هغه لوبډلو ترمنځ چي دوهم پړاو ته يي لاره پيدا كړي وه دكركيټ لوبي ترسره شوي چي په دي لوبه كي نيپال دماليزيا سره لوبه وكړه اوافغانستان دهانګ كانګ سره لوبه وكړه
دافغانستان اوهانګ كانګ په لوبه كي افغانستان پچه وګټله او هانګ كانګ ته يي دمنډو دجوړولوبلنه وركړه هانكانګ په منډو جوړولو شروع وكړه او په 48.1 اورونو كي يي د 10 لوبغاړو په سوزيدو باندي 205 منډي جوړي كړي اوافغانستان ته يي د206 منډو هدف وټاكه وروسته افغانستان په منډو جوړولو شروع وكړه اوپه 44 اورونو كي يي210 مڼدي جوړ ي كړي او په 5 ويكټو باندي يي هانګ كانګ له خپلي مخي وواهه.
محمد نبي عيسي خيل دلوبي غوره لوبغاړي ونومول شو
دافغانستان را تلونكي لوبه يعني فاينل لوبه به دنيپال د هيواد سره دجمعي په مباركه ورځ باندي وي
دنن ورځي دلوبوجوړولوټيكلي په لاندي ډول دي:

اصغرستانكزي ( 55 ) ترپايه ولاړ
نورعلي ځدران ( 28 ) وسوزيده
كريم خان صادق ( 11 ) وسوزيده
محمد شهزاد محمدي ( 35 ) وسوزيده
نوروز منګل ( 1 ) وسوزيده
ريس احمد زي ( 38 ) وسوزيده
محمد نبي عيسي خيل ( 29 ) ترپايه ولاړ
اضافي منډي ( 13 )

دنيپال اوماليزيا په لوبه كي پچه ماليزيا وګټله اونيپال ته يي دمنډو دجوړولو بلنه وركړه اونيپال هم په مندوجوړولوباندي شروع وكړه اوټول لوبغاړي يي د271 منډوپه جوړول باندي وسوزيدل اوماليزياته يي د272 منډوهدف وټاكه په جواب كي ماليزيا د 9 لوبغاړو په سوزلوباندي 263 منډي جوړي كړي اوويي نشواي كړي چي ورته وركړل شوي هدف پوره كړي په پايله كي لوبه دنيپال په كټه باندي پاي ته ورسيده .