د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وايي د اپرېل پر نهمه نېټه د اېران حکومت د اټومي انرژۍ د صلاحيت د لرلو په موخه جشن جوړوي.
منوچهر متکي وويل د اېران اټومي پروګرام د سوله ايزو هدفونو دپاره دئ، د اټومي وسلو ترلاسه کول يوه لويه مسئله ده او اېران د دې وسلو نه جوړولو ته ژمن دئ.
نوموړي وويل د اپرېل پر ١٦ او ١٧ نېټه به په اېران کي يو کنفرانس جوړ کړي او هلته به ثابته کړي چي د يورانيمو له قوي کولو څخه د اېران هدف د اټومي وسلو ترلاسه کول نه دي.
منوچهر متکي د وينا پر مهال پر امريکا باندي سخت ګزارونه وکړل او ويې ويل چي په پوځيان يې په کيوبا او عراق کي غير انساني چلند کوي چي ويډيويي اسناد يې هم موجود دي.
هغه له امريکا څخه وغوښتل چي خپلي غير منطقي پاليسۍ پرېږدي.