کور / تازه خبرونه / روسيې د اټومي وسلو د نه لږولو ګواښ وکړ

روسيې د اټومي وسلو د نه لږولو ګواښ وکړ

د روسيې حکومت وايي په ختيځه اروپا کي د امريکا د ميزايل د دفاعي سيسټم په نصبولو دوى خپل هيواد ته خطر محسوسوي.
د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف نن په ماسکو کي خبريالانو ته وويل په رومانيه کي د امريکا له خوا د ميزايل د دفاعسي سسټم په نصبولو د روسيې ستراتيژيکي ګټي له خطر سره مخ کېږي، که امريکا له دې کاره لاس په سر نسي دوى به له دغه هيواد سره د اټومي وسلو د لږوالي تړون لاسليک نکړي.
ټاکل سوې وه چي د روسيې او امريکا ولسمشران د را رواني پنجشنبې په ورځ د چيک په پلازمېنه پراګ کي د اټومي وسلو د کمولو تړون لاسليک کړي.