دنوي کال نوروزپه مناسب دکندوزولايت کې دهيواددڅوولايتونودفوټبال لوبډلوترمنځ دفوټبال تورنمينټ ترسره سو چې په يايله کې يې کندوزلومړۍ اوکندهاردوهم مقام خپل کړ.
په دغه ټورنمينټ کې ددريوولايتونوکندوز، کندهاراوهلمندڅلوروفوټبال لوبډلوبرخه اخستې وه ،له کندهار څخه داتحاد،له هلمندڅخه دفوټبال کلب اوکندوزڅخه دپوهني متخب اوشاهين لوبډلي پکې گډون کړى وو.
دغه په زړه پوري دوستانه سيالي چې دکندوزولايت په سپورټي ډګرکې په لاره اچول سوې وه هره ورځ نژدې زرګونوخلکويې په ليوالتياسره ننداره کول .
داتحادلوبډلي يوتن لوبغاړي شاه محمديارمل تېره ورځ ټاټوبي ته وويل دغوسياليوچې څوورځي يې دوام وکړ تېره اونۍ پاى ته ورسېدې چې په پايله کې يې دکندوزولايت دشاهين فوټبال لوبډلي لومړى اودکندهارڅخه وربلل سوي اتحادلوبډلي دوهم مقام خپل کړ.
يارمل وويل دټورنميڼت په ورستيوشېبوکې دکندوزولايت دسپورټ امريت له لوري وتلولوبډلوته کپونه ، سوغاتونه اوستاينکونه هم ورکړل سول . چې دمينوالولخواډېربدرګه سول .
په خبره يې اتحادلوبډله دکندهارپه کچه يوه پېژندل سوې اومخکښه فوټبال لوبډله ده چې په هروڅومياشتوکې يوه اوبل ولايت ته ددوستانه لوبوکولوپه موخه سفرونه کوي . دغه لوبډلي تېرکال هم دکندوز اوبلخ ولايت دفوټبال لوبډلوسره لوبي کړي دي چې خپل په گټه يې پاى ته رسولي دي .
نوموړي زياته کړل چې لوبډلې يې ننګرهاراوفراه ولايتونوته هم سفرونه کړې چې دپه زړه پوريوسياليوپه ترسره کولوسره پردې توانېدلي دي چې بريالي کندهارته راستانه سي.
دامهال دکندهار ولايت دبدنې روزني په امريت پوري دبدني روزني دبيلابيلو رشتو فدراسيونونه اړوند اوفعال دي لکه غيږ نيونه . تکواند و. پهلواني . بدني ښلا ،واليبال ، فوټبال ،کرکيټ اوداسي نور خوذکر سووټولورشتوکې دفوټبال لوبه ځانګړۍ ځاى اولوړمقام لري داځکه چې دفوټبال فدراسيون پوري اوس مهال اويا (٧٠) لوبډلې ، چې هره يوه لوبډله اتلس .لوبغاړي لري اويوسلوڅلويښت (١٤٠)ټرينران اړونددي ،دغه لوبډلې په دري برخې ويشل سوي دي ( الف ،ب ،ج) الف پنځلس لوبډلې . (ب )پنځلس لوبډلې او(ج )څلويښت لوبډلې دي
دلته په کندهارکې دفوټبال لوبغاړي اومينوال که څه هم ترډېره حده اسانتياوي لري اودولت ورته دښه فوټبال کولوپه موخه ورزشي ډګرونه اواړين توکي برابرکړي دي . خوبياهم غوښتنه لر ي چې فوټبالران ښه تره تشويق سي اوهراړخيزي مرستي ورسره وسي . ترڅوپه راتلونکي کې وکولاى سي چې دهيوادملي لوبډلي لپاره پکې وتلي لوبغاړي څرګنداونړيوالوسياليوکې برخه واخلي .
څوکاله وړاندي دمحمدقاسم په نوم يوتن فوټبالردکندهارولايت په استاذيتوب دهيواد په ملي لوبډله کې گډون درلودخودنامعلوم دليل له مخي هغه اوس په ملي لوبډله کې برخه نلري .
دډېريوکندهاري لوبغاړوهيله هم داده چې دهيواددفوټبال ملي لوبډلي ته لاره پيداکړي .
دفوټبال مينوالوپه آندداهيله هله پوره کيداى سي چې کندهاري ځوانان زياروباسي اوترخوايې اړونده دولتي چارواکې يې اړتياوي ورپوره کړي .