کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا نړۍ وال ادبي غورځنګ بنسټ کېښودى شو

د پښتونخوا نړۍ وال ادبي غورځنګ بنسټ کېښودى شو

د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ په نامه د نړيوال ادبي او ثقافتي تنظيم بنياد کېښودل شو
د پښتونخوا په پېښور ښار کښې يوه ادبي او ثقافتي غونډه د مشهور پښتون شاعر او ليکوال ښاغلی وصال محمد وصال په مشرۍ کښې جوړه شوه چې پکښې له مختلفو سيمو څخه د پښتو ژبې شاعرانو، اديبانو او پوهانو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ. په غونډه کښې له سلا مشورو نه پس پدې ټکي باندې تاکيد وشو چې د نړۍ په سطح باندې د پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو او پوهانو يو مرکزي تنظيم د وخت اهم ضرورت دی.
په غونډه کښې په متفقه توګه د (( پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ )) په نامه د يوادبي و ثقافتي تنظيم بنياد کېښودل شو او په متفقه توګه ښاغلي وصال محمد وصال د غورځنګ صدر وټاکل شو.
د غونډې ګډون کوونکو صدر ته پوره پوره اختيار ورکړ چې د خپلې کابينې د جوړولو تابيا وکړي.
په غونډه کښې وېناوالو د نړۍ او په تېره بيا د لر او بر پښتنو شاعراانو، اديبانو، ليکوالانو او محققانو ته بلنه ورکړه چې د دې نړيوال غورځنګ په پلېټ فارم باندې دې راغونډ شي او د پښتو او پښتنو د يووالي، بېدارۍ ، سرلوړۍ او ترقۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

د رابطې لپاره: پوسټ بکس 346 پېښور ( پښتونخوا )
برېښناليک:
pukhtoonkhwaghorzang@yahoo.com موبائل:03219779388 ، 03028819981