د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس وويل دى نه پوهېږي چي ولسمشر اوباما به د درو کالو پخوا پيښي سوي واقعې دغه ويډيو کتلې وي که يا چي امريکايي پوځي څرخکه پر عامو عراقيانو باندي ډزي کوي.
دغه ويډيو پرون په انټرنيټ کي خپله سوه چي د ١٢ عراقيان او يو برتانوى عسکاس پکښي وژل سوي وو.
د سپيني ماڼۍ وياند وايي دا رښتيا هم يوه بېروونکې پېښه ده خو پنټاګان يې د څېړلو حکم کړئ دئ.
راپورونه وايي دغه پېښه د عراق په مرکز بغداد کي د ٢٠٠٧ کال په جولاى کي رامنځته سوې وه.