کور / تازه خبرونه / اندونيزيا: تر زلزلې وروسته د سونامي خبردارى ورکړ

اندونيزيا: تر زلزلې وروسته د سونامي خبردارى ورکړ

د انډونيزيا په سماټرا جزيره کي د ريختر په حساب اووه اعشاريه اته درجې زلزله سوې چي د انډونيزيا او ټايلنډ هيوادونو ساحلي سيمو کي د سونامي د راتګ خبردارى ورکول سوئ دئ.
د امريکا د مځکپوهني ادارې ويلي د زلزلې مرکز د سماټرا ټاپو شمال لوېديځي سيمي وې چي ٤٦ کيلومتره مربع سيمه يې په بر کي نيولې ده.
بلي خوا د د فاسپيک په نوم يوه بله اداره وايي د سونامي د راتګ له امله د کوم خطرناک سېلاب د راتګ خطر نسته.
په ٢٠٠٤ کال د هند په سمندر کي د زلزلې او سونامي د راتګ له امله د انډونيزيا په ګډون د ځينو نورو هيوادونو ټول ټال ٢٢٠٠٠٠ کسان ووژل.
همد راز د تېر کال په سپټمبر مياشت کي په دې سيمه کي د زلزلې له امله د ١٠٠٠ په شاوخوا کي کسان مړه سول.