کور / تازه خبرونه / اېران: له طالبانو سره مرسته نه کوو

اېران: له طالبانو سره مرسته نه کوو

د اېران حکومت د امريکا هغه نيوکه رد کړه چي پر دغه هيواد يې له طالبانو سره د مرستي په هکله کړې وه.
په کابل کي د اېران سفير د يونايټيډ پريس آژانس ته ويلي واشنګټن دي د افغان شخړي د هوارولو په خاطر نوري اغېزمني لاري وسنجوي نه دا چي د ملا متۍ ګوته اېران ته ونيسي.
د اېران سفير ويلي امريکا ته لازمه ده چي د تروريزم ضد جنګ د کاميابۍ دپاره پر نورو لارو غور وکړي.
اېران په تيرو څو کلونو کي څو ځله د امريکا او ناټو ځواکونو له خوا په افغانستان کي د لاس وهني او طالبانو ته د پيسو او وسلو په ورکولو تورنېږي، خو د اېران حکومت هر ځل دغه راپورونه ردوي.
د اېران د سفير پورتنۍ څرګندوني پر داسي مهال مطبوعاتو ته راوزي، چي په افغانستان کي د ناټو امريکايي قومندان جنرال مک کريسټال وايي اېران په روانه اونۍ کي کندهار ته د طالبانو د مرستي دپاره نوي وسلې لېږي.