د عراق په پلازمېنه بغداد کي پنځه پرله پسې چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخي د پنځو چاودنو څخه يوه يې ځانمرګې حمله وه چي د عراق د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته څرمه ترسره سوې او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د عراق د کورنيو چارو وزرات ويلي د پنځو واړو چاودنو له امله ٤٩ تنه مړه سوي او ١٠٧ کسان ټپيان سوي دي.
په عراق کي د تيري مياشتي تر پارلماني انتخاباتو وروسته چاودنو يو ځل بيا زور اخيستئ او نيژدې هره ورځ په لسهاوو کسان پکښي مري.