د برتانيې د دفاع وزارت منلې چي په هلمند ولايت کي يې يو عسکر وژل سوئ دئ.
د دفاع وزارت له خوا خپره سوې خبرپاڼه وايي دغه عسکر د يکشنبې په ورځ د هلمند په کجکي ولسوالي کي د پلي ګزمې پر مهال د طالبانو په ښخ سوي ماين وژل سوئ دئ.
د ياد سوي عسکر په مړېنه له ٢٠٠١ کال راهيسي په افغانستان کي د برتانوي پوځيانو مړي ٢٨٠ تنو ته ورسېدل.