کور / تازه خبرونه / هلمند: ايتلافي عسکرو ٢٥ ملکي کسان وژلي دي

هلمند: ايتلافي عسکرو ٢٥ ملکي کسان وژلي دي

د هملند ولايت څخه تازه ورکړل سوئ خبر وايي چي پرون د امريکايي الوتکو په بمباريو کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي پېښه پرون د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالي د يخچال په کلي کي رامنځته سوې ده.
د اخترمحمد او محمدفاروق په نوم د يخچال کلي اوسېدونکو د چين د شنهوا آژانس ته ويلي چي په دې پېښه کي ٢٥ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.
بلي خوا ته د ګريشک ولسوال عبدالاحد خان دغه بمبارۍ تائېدوي خو وايي له امله يې څلور وسله وال طالبان وژل سوي دي.
د ملکي کسانو دغه مرګ ژوبله په داسي حال کي رامنځته کېږي، چي ولسمشر کرزي پرون په کندهار کي د امريکا نظامي قومندان له دې امله وستايه چي د راتګ راهيسي يې په افغانستان کي د بمباريو له امله د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي لږوالى راغلئ دئ.