د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په لوګر ولايت کي د افغان او ايتلافي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي شپږ طالب جنګيالي وژل سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت له خوا خپره سوې اعلاميه وايي دغه عمليات پرون د لوګر ولايت د خروارو ولسوالي په اپاخان کلي کي ترسره سوي دي.
طالبانو لا د حکومت د دې ادعا په هکله تر اوسه نظر نه دئ څرګند کړئ.