کور / تازه خبرونه / طالبان: کرزى زموږ ورور دئ

طالبان: کرزى زموږ ورور دئ

د طالبانو يوه وياند د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستي وړانديز ته په جواب کي ويلي چي دوى افغانان دي او کرزى د دوى ورور دئ.
ققنوس آژانس د طالبانو د يوه وياند په حواله وايي چي دوى د افغان حکومت سره خبرو ته د امريکايي ځواکونو د وتلو په شرط چمتو دي.
بلي خوا ته د سياسي چارو افغان کارپوه وحيد مژده د ققنوس آژانس ته ويلي چي کرزى غواړي وښيي، چي امريکايان د نيمي لاري ملګري دي او امريکا د افغانستان يو ښه ملګرى نسي کېداى.
ولسمشر کرزي له يوې اونۍ راهيسي پر امريکا او لوېديځ له دې امله سختي نيوکي پيل کړي، چي د تېر کال انتخابات يې بدنامه کړل، د ده د حکومت د کمزورۍ هڅه کوي او د افغانستان په کورنيو چارو کي لاس وهنه کوي.
ولسمشر کرزي د پارلمان له غړيو سره په يوه ليدنه کي د طالبانو سره د يو ځاى کېدو ګواښ کړئ وو، چي ښايي له معمول خلاف د طالبانو له خوا کرزي ته د (ګوډاګي) پر ځاى د(ورور) خطاب هم د کرزي د وروستيو ويناوو له امله وي.