د امريکا حکومت د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پر هغه ګواښ باندي اندېښنه ښکاره کړې چي د پارلمان له غړيو سره يې د بندو دروازو تر شا په يوه مجلس کي کړئ وو.
ولسمشر کرزي د پارلمان شاوخوا ٧٠ غړيو ته وويل که د انتخاباتو د کمېسون په هکله د ده فرمان تصويب نسي دى به له طالبانو سره لاس يو کړي.
د ولسمشر کرزي د دې ګواښ خبر دوې ورځي دمخه په لومړي ځل يوې برتانوۍ ورځپاڼي د پارلمان د يوه وکيل په حواله ورکړ.
ولسمشر کرزي تېره اونۍ د انتخاباتو د کمېسون په دفتر کي د وينا پر مهال وويل که امريکا په افغانستان کي مداخلې ته دوام ورکړي، د طالبانو مقاومت به ملي مشروعيت پيدا کړي، د ده حکومت به غلام ثابت سي او دى به مجبوره سي چي لاره بدله کړي.
د ولسمشر کرزي تر لومړۍ وينا وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزيري د افغانستان او امريکا پر اړېکو خبري وکړې، خو لا داسي ښکاري چي د افغان حکومت او امريکا اړيکي مخ پر خرابېدو رواني دي.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس خبريالانو ته وويل د ولسمشر کرزي وروستۍ ويناوي امريکا او امريکايي ولس ته د جدي اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.