په عراق کي د امريکايي الوتکي له خوا پر عامو خلګو د ډزو يوه ويډيو په انټرنيټ کي خپره سوې ده.
په دې توره او سپينه ويډيو کي يوه امريکايي اپاچي څرخکه پر خلګو باندي ټکان کوي.
د ويډيو د کره والي تصديق د امريکا د دفاع وزرات کړئ دئ او وايي دا پېښه د ٢٠٠٧ کال په جولاى کي رامنځته سوې ده او وايي په هکله به يې فوري تحقيقات وکړي.
هغه مهال د يوه برتانوي آژانس د عکاس په ګډون ١٢ تنه په دې حمله کي وژل سوي وو.
د امريکايي عسکرو له خوا په افغانستان کي هم پر عامو خلګو د حملو نښي ليدل سوي دي، تېر کال په کنړ ولايت کي پر ولسي کسانو حمله او همدا راز په کندهار او ځينو نورو سيمو کي ځيني چاودني د عيني شاهدانو له خوا پر امريکايي عسکرو تاوان سوي دي.