سرنوشت:
حامد كرزى زمونږ ورور دې، د بهرنيانو د وتلو په شرط خبرو ته چمتو يو، دا د طالبانو د اعلاميى هغه برخه ده، چې سرنوشت ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې راخستې او ليكلي، چې دا د ولسمشر كرزي د سولې د غوښتنې په وړاندې د طالبانو لومړنې نرم غبرګون دې.
د ورځپاڼې پاتې مطالب تر ډيره د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ملي شورا ترمنځ روانې لانجې ته ځانګړې شوي، خو پدې ترڅ كې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون په حواله ليكل شوي د ملي شورا انتخابات به د نوي قانون پر بنسټ كيږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په همدې موضوع بحث كړې او پدې ترڅ كې د ملي شورا له وكيلانو غوښتي، چې پدې برخه كې د خپلو شخصي نه بلكه د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره عمل وكړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو د قانون په سر د اجراييه او مقننې قوې ترمنځ په روانې شخړې بحث كړې او پوښتلي دي، چې ددې بحران ګټه چاته رسيږي.؟
ورځپاڼې ليكلي، چې ولس د بحرانو زيږول نه بلكه كاراو ددوى د ستونزو هوارول غواړي او اوس پكار ده، چې ټول اړخونه نوي قانون ته غاړه كيږدي او د هغې له مخې د ملي شورا انتخابات ترسره كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك كندهار ته د ولسمشر كرزي سفر او له ځايي خلكو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې ددې سفر ځينې انځورونه هم خپاره كړي دي.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د پاكستان په قباييلي سيمو كې د القاعده په پټن ځايونو باندې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په حملو بحث كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې دې حملو د القاعده ملا ماته كړې ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د بې پيلوټه الوتكو د حملو له كبله اوس وسلوال په ټيليفون خبرې نشي كولې او دوى خپل منځني تماسونه د ليكونو له لارې ټينګوي.
ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې يو ځلې بيا په كابل كې په هندي وګړو شويو حملو ته په اشارې په افغانستان كې د هند او پاكستان ترمنځ روانې سيالۍ ته كتنه كړې او ليكلي، چې دواړه هيوادونه په افغانستان كې د يو بل له نفوسه په ويره كې دي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر كرزي په څرګندونو او د هغې په وړاندې په هيواد كې دننه او بهر راپورته شويو غبرګونونو ته كتنه كړې او هغه يى يوه داسې ډرامه بللې، چې پاى يى روښانه ندې.
خو ورځپاڼې په همدې اړه په يو بل مطلب كې ليكلي، چې د ښاغلي كرزي وروستۍ څرګندونې، چې پكې په لويديځو هيوادونو سخت انتقادونه شوي روان بحران له ژوروي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له دې مسئلې سره لږ څه سخت چلند كړې او ليكلي، چې د ملي حاكميت د يو كس خپلې ګټې او اهداف نه بلكه د يو ملت له ګټو سره تړلې مسئله ده.
دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو د قانون په سر د حكومت او ملي شورا ترمنځ روانې لانجه څيړلې او ليكلي، چې حكومت رد شوې قانون عملي كوي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د امنيت په ټينګښت كې د خلكو رول څيړلې او ليكلي، چې ددې پرته د امنيت ټينګول يو ناشونې كار دې.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې د فساد پر ضد د مبارزې اصلي برخه د قوانينو او لوايحو اصلاح ده، چې د ورځپاڼې په وينا ورته جدي پاملرنه بايد وشي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه د والسټريټ ژورنال تبصره خپره كړې او ليكلي، چې ولسمشر كرزي دا خبردارې وركړې، كه د لويديځ او په تيره بيا د امريكا لاس وهنې دوام وكړي نو د طالبانو مقاومت به مشروع بڼه غوره كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ښاغلي كرزي ددغو انتقادونو په اړه د عامو افغانانو نظرونه هم راخستي او ليكلي، چې د كرزي څرګندونې پر ځاى دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان ردولو ته په اشارې په ولسي جرګې انتقاد كړې، چې د ملي ګټو په خلاف عمل كوي.