په ډيره ژوره خواشينۍ سره خبر شو چې د هيواد تکړه سياسي ـ ټولنيز شخصيت محمد سليم تايب د ورپېښې ناروغۍ له ا مله ، له دې نړۍ دتل لپاره سترګي پټې کړې (اروا دې ښاده وي ).ټولنه باور لري چې دارواښاد تايب تشه نه يوازې د خپلې کورنۍ لپاره بلکې دافغان جګړه ځپلې ټولنې لپاره هم درنه زورونکې پېښه ده .موږ دارواښاد تايب دخپلوانو او دوستانو او ملګروسره په ګډه د هغه د غمجنې او درديدلې کورنۍد درانه ماتم په غوړېدلي ټغر ځانونه غمجن بولو او په دې توګه خپله خوا خوږۍ ورته وړاندې کوو .
لوی څښتن دې ارواښاد ته بښنه وکړي او غمجنې کورنۍ ته يې د زړه سبر او ډاډګيرنه په برخه کړي .
د ټولنې د مشرتابه جرګې په استازيتوب
ملوک آزاد