امريکايي رسنۍ د پنټاګان د چارواکو په حواله وايي په وزيرستان کي د بې پيلوټه الوتکو په بمباريو يې د القاعدې ملا ماته کړې ده.
راپور د يوه پاکستاني مقام په حواله چي د نوم له ښودلو يې ډډه کړې ويلي په وزيرستان کي اوس د القاعدې غړي د سټلايټ ټلېفون څخه کار نسي اخيستلاى او نه هم پر يوه ځاى تر درو او څلورو ډېر کسان سره راټولېږي.
نوموړي کس ويلي القاعده اوس د سټلايټ پر ځاى د خپلو معلوماتو د لېږد رالېږد دپاره له د خط له ليکونو څخه استفاده کوي.