د لسګونو ديني او ادبي اثارو ليکوال ارواښاد سيد نورالله شاه هاشمي له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه .
خدای بخښلی د ۱۹۳۱ د جنوري په مياشت کي زېږېدلی و ، پوره يوه اوونۍ مخکي د ۲۰۰۸ د جنوري پر اووه ويشتمه نېټه د ۷۷ کالو په عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه . د نوموړي د جنازې په مراسمو کي چي د سهيلي پښتونخوا په خېزۍ کي ترسره سوه ، تر زر کسو زياتو کسانو برخه واخسته .
ارواښاد چي په ادبياتو او ديني مسايلو کي په پښتو ، فارسي او عربي شپږ پنځوس سرليکه بېلابېل ارزښتنکاک اثار لري . دخېزۍ د سمي يوه اوسيدونکي لراوبر ويبپاڼي ته په يوه تماس کي وويل چي ارواښاد دده د ديني پوهي له برکته په سيمه کي زيات شهرت موندلی و او ډير خلک به د پيچلو مسايلو د حل لپاره نوموړي ته راتلل . دغه لامل و چي پر جنازه يې تر زرو ډيرو کسانو دغم او خواشينۍ اظهار وکا او هغه يې په ډير عزت خاورو ته وسپاره .