کور / تازه خبرونه / د بغلان د ولايتي شورا وکيله وويشتل سوه

د بغلان د ولايتي شورا وکيله وويشتل سوه

د بغلان چارواکي وايي د دې ولايت د ولايتي شورا يوه وکيله په وسله واله حمله کي سخته ټپي سوې ده.
د بغلان مرستيال امنيه قومندان سيد نظام الدين وايي آغلې ندا کياني نن سهار د بغلان مرکز پلخمري ته په لاره کي له وسله والي حملې سره مخ سوې چي سخته يې ټپي کړې ده.
ډاکټرانو د آغلي کياني حالت خطرناک بللى وايي له بدن څخه يې ډېره وينه تللې ده.
د ولايتي شورا پر وکيلي ندا کياني تر اوسه د حملې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو په دې ولايت کي له وروستيو مياشتو راهيسي د طالبانو فعاليتونه ډېر سوي دي.
راپورونه وايي د ٢٠٠٥ کال د پارلماني او ولايتي شورا له انتخاباتو راهيسي لږ تر لږه لس تنه وکيلان د حکومت د مخالفينو په حملو کي وژل سوي دي.